IQNA

په نیپال کې د قرآن د حفظ د سیالیو دوهم پړاؤنن پای ته رسیږي

14:17 - December 23, 2024
د خبر لمبر: 3490352
ایکنا – د نیپال په کټمنډو کې د عربستان د ارشاد او تبلیغ او اسلامی چارو د وزارت په همت د قرآن کریم د حفظ د عمومي سیالیو دوهم پړاؤ له شنبې ورخې راهسې  د ترسره کیدا په حال کې دی.

ایکنانیوز د شاهد الان له قوله راپور  راکړی،  د قرآن کریم د حفظ دغه سیالۍد نیپال په کټمنډو کې    د حکومت د اسلامی کمیشنرۍ په ملګرتیا سره او د په کټمنډو کې  د عربستان د سفارت په څارنې سره  د  مرغومې یا جدي په لومړۍ نیټه  پیل شوي او تر نن ناوخته پورې به دوام ولري.

ددغو سیالیو پایزې دستورې به  د عربستان د اسلامی چارو ،تبلیغ او ارشاد د وزارت د نماینده  شیخ عواد بن سبتی العنزي  او ورسره  د پلاوي په شتون سره  او دغه راز د مسلمانو مشرانو ،محصیلینو ،زده کونکو او په کټمنډو کې د اسلامی  هیوادونو د سفیرانو  او د نیپال د حکومت د مسئولانو په ګډون سره ترسره شي او  برلاسه کسانو ته به غوره  جایزې ورکړل شي. 

 د قرآن له سیالیو او د اسلامی مینځ پلوه  خپرونې څخه په ملاتړ سره له مختلفو هیوادونو سره د عربستان د اړیکو پیاوړتیا  ددغو سیالیو د ترسره کیدا  موخې اعلان شوي دي.

 د نیپال  د حکومتي او غیر حکومتي اسلامی مرکزونو ،ښونځیو  انجونې او هلکان (څه دپاسه ۷۵۰ کسان) ددغو سیالیو په مختلفو څانګو کې  ګډون کوي او  په څلورو  برخو کې ئې له یوه بل سره سیالۍ کړي دي.

ټاکل شوې ده ، د هرې څانګې برلاسه کسان  په نغدو جایزو  او میډالونو سره ونازول شي او  او دغه راز د ټولو ګډون کونکو وپه ستاینې او دغه راز د قاضیانو د پلاوی د غړو هم په جایزو  سره په ناوزولو  سره  به  ددغو سیالیو پایزې دستورې هم پاي ته ورسیږي.

 

انتهای پیام

https://iqna.ir/fa/news/4255645

captcha